معماری
خانه / ګهیځ نیوز / وردګ: بهر ته تللي ډېری سیاستوال غواړي هېواد ته را ستانه شي

وردګ: بهر ته تللي ډېری سیاستوال غواړي هېواد ته را ستانه شي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) په پارلماني چارو کې تېر دولت وزیر ډاکټر فاروق وردګ هم هېواد ته راستون شو.
وردګ هېواد ته له را رسېدو وروسته وویل، هغه سیاستوال چې د ا.ا له راتګ وروسته بهر ته تللي، ګڼ شمېر یې بېرته هېواد ته د راستنېدو هوډ لري.
د هغه په وینا، زما له راتګ خبر شویو سیاستوالو را څخه وغوښتل چې د راتګ زمینه ور ته برابر کړم.
وردګ زیاته کړه، چې ډېر کم یې هغه دي چې ښايي هېواد ته د راستنېدو فکر و نه لري.
نوموړی وايي، خوښ دی چې خپل هېواد ته راغی؛ د دوه په وینا ځکه چې انسان پر خپل هېواد کې معزز وي؛ نه په پردي هېواد کې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس