معماری
خانه / ګهیځ نیوز / وارداتي برېښنا، د افغانستان پر ستونزو سر بېره بله ستونزه!

وارداتي برېښنا، د افغانستان پر ستونزو سر بېره بله ستونزه!

وارداتي برېښنا، د افغانستان پر ستونزو سر بېره بله ستونزه!
راپور: نثار احمد عزیزي
ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۱مه او د جون میاشتې ۱۱مه نېټه ده).
په اوسني عصر کې چې برېښنا په نړۍ کې د پرمختیا او د ژوند د هوساینی د یوه اساسي لامل په توګه پېزندل کېږي، موږ افغانان هر کال یو زیاته اندازه پیسی له نورو هېوادو د بريښنا په واردولو مصرفوو خو ددې سره سره بیا هم په مرکز او ولایتونو کی نه یوازې زموږ هیواد وال د بریښنا له کمښت او نه شتون سره مخامخ دي او د کال په هر فصل کې د وارداتي برېښنا مزې د بلوا ګرو له لوري پرې کېږي او بیا د یوه زیات لګښت او جنجال نه وروسته بېرته جوړېږي.
د بریښنا شرکت پخوانی رییس وایي چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ بریښنا یوازې ۲۰ ٪ په کور دننه تولیدوي او ښکاره ده چې ۲۰٪ بریښنا د هیواد اړتیاوې نشي پوره کولای ځکه نو پکار ده چی باید افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره ۸۰ ٪ برېښنا له ګاونډیو هیوادنو څخه را وارده کړي .بل خوا بیا په پرله پسې ډول د نا معلومه کسانو له خوا د وارداتي برېښنا دغه مزي په بېلابېلو سییمو کې پرې کېږي چې دا چاره په جمهوریت کې د رسوایۍ تر حده رسیدلې وه او دادی د امارت په دوران کې یې هم څرک ولګید.
دا چې د بریښنا دا جریان ولې او د چا له خوا پرې کیږی ؟ آیا موږ په کور د ننه داړتیا وړبریښنا نشو تولیدولای ؟ او ځینېنوری داسې پوښتنې شته چې د ولس سره له تېرو څه باندې دوو لسیزو مطرح دي او ولس غواړي هغې ته سم او قانع کونکی ځواب ومومي.
افغانستان او د برېښنا د تولید امکان:
آیا موږ په کور د ننه د خپلې اړیتا وړ بریښنا د تولید امکانات لرو؟ دا پوښتنه مو په لومړي سر کې د پوهنتون استاد او سیاسي چارو د شنونکي استاد ناصر شفیق مخې ته کېښوده، هغه یې په اړه وایي :” افغانستان د ګاوندیو هیوادونو په پرتله د اوبو له پراخو سرچینو څخه برخمن دی خو هيواد مو د تیرو خپل مینځي جګړو او سرحدی ستونزو له امله ونه توانیدو د بریښنا بندونه جوړ کړي، خو که چېرېد ستونزو له امله په سرحد کی بندونه نشو جوړولای، پکار ده چې په هیواد کې د ننه په مرکزي سیمو کې واړه بندونه جوړ کړو .”
ښاغلی شفیق وړاندې زیاتوي چې د ستونزې اساسی حل لاره داده تر څو په افغانستان کې یو باثباته او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا حکومت چې د ملي وحدت پر مټ د ولسونو پراخ ملاتړ له ځان سره ولري، ټینګ شي.
خو د بریښنا شرکت د اوسني ویاند حکمت الله میوندي د خبرو له مخې د افغانستان برښنا شرکت رهبري په دې لټه کې ده چې د بریښنا کورنی تولید زیات کړي او هغه سیمو ته برېښنا ورسوي چې اوس بیخې برېښنا نه لري. نوموړی زیاتوي چې د برېښنا د پرچاوۍ لامل هغه تقاضا او د برېښنا لګښت دی، چې خلک یې کوي او دم ګړۍ د بریښنا ریاست د هغې د پوره کیدولو توان نه لري .
بل خوا د انرژۍ جارو کار پوه او د برېښنا شرکت پخوانی مسلکي کارکونکی انجنیر محسن امین چې دمګړۍ له هېواده بهر دی، د افغانستان د برېښنا د نیمګرتیا پړه، پر نړیواله ټولنه اچوي او وایي چې هغوی په تیرو دوه لسیزو کې و نه غوښتل چی په کور د ننه شته د بریښنا غټ او واړه بندونه ورغوي.
انجنیر محسن امین زیاتوي چې نړ یوالې ټولنې د یو لړ خاصو دلایلو له امله، دا غوره وګڼله چې د ګاوندیو هیوادنو څخه د وارداتي برېښنا مزي هیواد ته راوغزوی .
د انجنیر محسن امین او انرژۍ چارو د ځینو نورو کار پوهانو په نظر په افغانستان کې د تېر شل کلن جمهوریت په ترڅ کې بهرنیو مرستندویه هېوادو او ټولنو او په کور د ننه د افغانستان چارواکو یا نه غوښتل یا نه پرېښودل کېدل تر څو په کور دننه د برېښنا بندونه فعال یا د بدیلې ارزانه انرژۍ لارې چارې و لټوي تر څو افغانستان د وارداتي برېښنا له غمه خلاص او پدې برخه کې په خپلو پښو ودرېږي.
د برېښنا د جریان پرې کېدل، ستونزې او حل لارې:
دا چې په پرله پسې ډول د بریښنا د جریان پرې کیدو لامل څه دی او ددې ستونزې چې نور نو په یوه غمېزه یدله شوې، د حل لارې کومې دي، په اړه یې د انرژۍ چارو کارپوه انجنیر محسن امین پدې نظر دی چې دا ستونزه دو لاملونه لري، یو دا چې د برېښنا په شبکه کې کله تخنیکي عوارض رامنځ ته کیږي او د بریښنا د جریان د پرې کیدو لامل ګرځي.
د ښاغلي محسن امین له نظره ځیني خلک او کړۍ په قصدي توګه هم د برېښنا ستنی ویجاړوي او له مینځه یې وړي یا د برېښنا د لېږد مزي پرې کوي، د برېښنا ستنی ویجاړول او له مینځه وړل دا یوه امنیتی ستونزه ده او د بريښنا شرکت دې له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ، کابل او نورو سیموته د بریښنا د لېږد د ستنو په خوندي ساتلو کې له تکړه ساتونکو او ځینې نورو وسایلو لکه ډیجیتل کامرو څخه ګټه واخلي .
بل خوا لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی، عبدالناصر شفیق بیا پددې اړه پدې باور دی چې:” په هېواد کې د برېښنا د لېږد پایو غورځېدل دوه اساسی لاملونه لري، یو سیاسي مخالفتونه او بل په ټول هېواد کې د مافیایي کړیو شتون او فعالیت! ”
ښاغلی شفیق پدې اند دی چې حکومت ته پکار ده تر څو د بریښنا د لېږد ستنو د ساتلو لپاره په نژدې واټڼ کې ساتونکي وګماریي او یا دې هم هره ستنه د امنیتي کامرو له لارې خوندي شي.
همدا راز دې ته په کتو سره چې ډېر ځله د برېښنا د لېږد د پایو غورځیدل د حکومت د سیاسي او پوځي مخالفینو کار دی، استاد شفیق نظر لري چې حکومت دې باید له سیاسي مخالیفینو سره سیاسی تنوع او سیاسی ډیالوک د غزونې له لارې ستونزې حل کړي او مافیایي کړۍ دې د استخباراتو تر جدي کنترول لاندې ونیسي .
پایله او وړاندیز:
په افغانستان کې د ګڼو نورو ستونزو سره، وارداتي برېښنا هم یوه لویه ستونزه ده چې په تېرو شل کلونو کې د جمهوریت تر نامه لاندې واکمن نظام نه یوازې د ستونزې په هوارولو کې ناکام شو بلکه تر پایه یې د برېښنا پایې ویشتونکې هم سم تشخیص نشو کړای، اوس چې حکومت بدل شوی بیا هم داسې ښکاري چې دغه مافیایي کړۍ بیا غواړي له موقع ګټه پورته کړې او خپلې باج اخیستنې ته دوام ورکړي. هغه څه چې په پورته بحث کې کار پوهانو او سیاسي شنونکو ورته اشاره کړې د ستونزې اساسي حل لاره ده چې د هغې په پلي کولو سره به یو خوا له ضعیف اقتصاد سره د وارداتي برېښنا بیه پرې کول دي او بل خوا له وارداتي برېښنا څخه د مافیایي کړیو ګټه اخیستنه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس