معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هېواد ته ستنېدونکو افغان کډوالو ته د کار زمینه برابرېږي

هېواد ته ستنېدونکو افغان کډوالو ته د کار زمینه برابرېږي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د کډوالو نړیوال اداره وایي، په افغانستان کې د سیمه ییزو کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروي چې بېرته دې هېواد ته ستنېږي.

دغې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه د رضا په نوم د یوه افغان ځوان له تصویر سره لیکلي، چې نوموړي هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته خپل ژوند ته د سمون ورکولو په برخه کې ستونزه درلوده خو د نوي کسب په زده کولو سره یې د ځان لپاره کار پیدا کړ.

رضا ویلي چې په ۲۰۱۶ کال ایران ته تللی و او له دوو کالو کډوالۍ وروسته چې له ډېرو ستونزو سره مخ و، بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو سره په ټولنه کې د بېرته جذبېدو په برخه کې ځینې مرستې کوي چې له دې هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د وتلو تکل کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس