معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو مخه نیول کېږي

هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو مخه نیول کېږي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد ۱۵مه او د اګسټ میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د بې کيفيته او غير معياري تېلو او ګازو د وارداتو مخه نیسي.
د دغې خونې چارواکو په کابل کې د تېلو او ګازو واردونکو ټولنې له استازو سره په ناسته کې ټينګار کړی، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په همکارۍ سره به له دې وروسته د بې کيفيته تېلو او ګازو د واردولو مخه نيسي.
دغې خونې د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواو هوکړه وکړه چې د خلکو اړتياو ته په کتو سره به باکيفيته نفتي مواد افغانستان ته واردېږي او په دې برخه کې به د غير قانوني کړونو مخه نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان د ا.ا حکومت له ازبکستان سره د تېلو او ګازو د وارداتو په برخه کې هوکړه کړې وه.
دا ټول اقدامات په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نفتي موادو بيې د پام وړ لوړې شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس