معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هټیوال او کسب لرونکي د مالیاتو له معاف کېدو هرکلی کوي

هټیوال او کسب لرونکي د مالیاتو له معاف کېدو هرکلی کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد یو شمېر هټیوال او کسب لرونکي د سرپرست حکومت له لوري د مالیاتو معافیت غوره ګام ګڼي.

دوی وايي، د کاروبار د پیکه کېدو او د هټیو د لوړو کرایو له امله دوی د مالیاتو د ورکړې توان نه درلود.

د سرپرست حکومت امیر په تازه فرمان کې له هغو هټیوالو او کسبګرو چې په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پلور لري، مالیه اخیستل معاف کړل.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د مالیاتو معافیت د کسب لرونکو د ګټې وټې په زیاتوالي او کوچنیو سوداګریو ته د هېوادوالو په هڅونه کې اغېزمن ګڼي.

د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا د اصنافو مالیه هم له صفر عشاریه پنځه څخه صفر عشاریه درې سلنې ښکته شوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس