معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هلمند کې نامعلومه وسله والو یو تن په ډزو وژلی

هلمند کې نامعلومه وسله والو یو تن په ډزو وژلی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۷مه اود مارچ ۲۷مه نېټه ده) هلمند کې د دولت ځايي چارواکي وایي، د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس په خپل کور کې وژل شوی دی.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس حافظ راشد هلمندي رسنیو ته ویلي، پیښه تیره شپه (د وري په ۶مه) د ناوې ولسوالۍ د «تریخ ناور» سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وایي، د رحمت ‌الله په نوم دغه کس په خپل کور کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
هلمندی وایي، د وژل شوي کس په تور یې تراوسه څوک نه دي نیولي او د نیولو هڅې یې روانې دي.
تراوسه معلومه نه ده چې د یاد کس د وژل کیدو لامل څه و.
له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د نامعلومه کسانو له خوا وژنې زیاتې شوي دي چې له امله یې خلک اندیښمن دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس