معماری
خانه / ګهیځ نیوز / نږدې ۶۰۰ افغانان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

نږدې ۶۰۰ افغانان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) له ایرنه د سلګونو افغان کډوالو د راستنېدو خبره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کړې.
تېره ورځ راغلیو افغانانو کې ۱۶ کورنۍ شاملې دي او ۵۷ کسان په زور خپل هېواد ته استول شوي.
حکومتي چارواکو ویلي، چې دا راستانه شوي افغانان یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې آی او ام ته معرفي کړي څو لازمی مرستې ورسره وشي.
ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو د ورځې تر ۵ زره افغانان دغه هېواد ته ننوتلي.
د راپورونو په اساس ایران بېرته تر دوه نیم لکو افغانان د کال په لومړیو دریو میاشتو کې په زور خپل افغانستان ته استولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس