معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې درې پروژې بېرته پيلوي

نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې درې پروژې بېرته پيلوي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري یا حمل ۳۱مه او د اپرېل ۲۰مه نېټه ده) رویټرز د دوو سرچینو له قوله ویلي چې نړیوال بانک غواړي بېرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې درې مهمې پروژې، چې د روغتیا او کرنې په برخه کې دي، پیل کړي.
نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ته په کتو غواړي دغه دوه پروژې پیل کړي، خو د پوهنې په برخه کې شته پروژه به یې لا هم په ټپه ولاړه وي.
نړیوال بانک د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې خپلې څلور پروژې چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده وځنډولې، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره به له دې ډلې دوه پروژې بېرته پيلوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس