معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نوي افغان حکومت کابینې د “بېلا بېلو افغان شخصیتونو” د راستنېدو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

نوي افغان حکومت کابینې د “بېلا بېلو افغان شخصیتونو” د راستنېدو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کمیسیون د (د راستنیدو او اړیکو کمیسیون) تر عنوان لاندې جوړ شوی او مشري یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور کوي.
په دې خبرپاڼه کې د دغه کمیسیون د فعالیتونو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د اسلامي امارت تر واکمنۍ راهیسې د پخواني حکومت ډېری چارواکي له افغانستانه تښتېدلي دي. د اسلامي امارت چارواکو په وار وار پر پخوانیو چارواکو غږ کړی چې هېواد ته دې راستانه شي.
د دولت کابینې هم د خپلو امنیتي ځواکونو پر موټرو د اسلامي امارت د مشرانو د عکسونو پر لګولو «بشپړ» بندیز لګولی دی.
په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې تر خپل واک لاندې ځواکونه له دې کار منع کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس