معماری
خانه / ګهیځ نیوز / نن امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي

نن امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چینګاښ یا سرطان دوهمه او د جون میاشتې ۲۳مه نېټه ده) نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) دفتر وايي، د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته نن پنجشنبه جوړېږي.
په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د م.م د سر منشي ځانګړی استازی او د یوناما سرپرست، رامز الاکبروف به هم د امنیت شورا ناستې ته خپل راپور وړاندې کړي.
یوناما تر اوسه د دغې ناستې د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس