معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ننګرهار کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی

ننګرهار کې يو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۱۵مه او د اپرېل ۴مه نېټه ده) په ننګرهار ولایت کې یو صراف چې د انسان تښتوونکو له خوا اختطاف شوی و، وژغورل شو.
د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست وايي، چې د ننګرهار ګډ امنیتي کمیسیون، د دفاع، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په مرکز شیخ مصري سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د پاچاګل په نامه دغه صراف څه موده وړاندې تښتول شوی و او د خلاصون په بدل کې یې یو میلیون ډالر غوښتل شوي وو.
د يادونې وړ ده چې په جلال اباد ښار کې تېره اونۍ هم ۵ انسان تښوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس