معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نبیل: مولوي یعقوب او مولوي برادر روسیې ته پټ سفر کړی

نبیل: مولوي یعقوب او مولوي برادر روسیې ته پټ سفر کړی

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۴مه) د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د رییس الوزارء مرستیال مولوي عبدالغني برادر او د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب روسیې ته په یو پټ سفر تللي وو.
هغه بېګاه پر خپله ټویټر پاڼه د نامعلومو سرچینو له قوله لیکلي چې روسیې ته د افغان چارواکو سفر اسلو ته د امیر خان متقي له سفر سره هم مهاله و.
نبیل ویلي مولوي برادر لا هم په روسیه کې دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
اسلامي امارت تر اوسه د نبیل د څرګندونو په اړه کوم څه نه دي ویلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس