معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ناټو غونډه کې پر نورو مسایلو برسېره د افغانستان په تړاو هم بحث کېږي

ناټو غونډه کې پر نورو مسایلو برسېره د افغانستان په تړاو هم بحث کېږي

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړیږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بلېنکن تېره شپه د ریګا په لور سفر پیل کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړې چې په افغانستان کې د پخواني حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د تس و نس کېدو په اړه یې یوه هر اړخیزه څېړنه پیل کړې ترڅو له درسونو یې دا تړون په راتلونکې کې کار واخلي.

د ناټو ماموریت په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو پر رزونې، ملاتړ او هغوی ته په سلا او مشوره ورکولو ورټول و، چې د روان کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس