معماری
خانه / ګهیځ نیوز / م.م یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

م.م یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۲۱مه او د اپرېل ۱۰مه نېټه ده) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز پرو «ن شنبه» ناوخته د اطلاعاتو کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره کتلي دي.
مېرمن لاینز په دې کتنه کې په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د خلاصون لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې په هېواد کې د رسنیو پر وروستي حالت او محدودیتونو هم اندېښنه څرګنده شوې ده.
د یادولو وړ ده چې لاهم په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو پرېکړه نه ده شوې.
اسلامي امارت بیا وایي، ډېر ژر به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانېستو په طرحه نهايي شي.
تر دې وړاندې د امریکا په ګډون ډېری اروپایي او نورو هېوادونو په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس