معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / م.م: نړیوال باید هڅه وکړي چې افغانستان له اقتصادي ځوړتیا وژغوري

م.م: نړیوال باید هڅه وکړي چې افغانستان له اقتصادي ځوړتیا وژغوري

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۲۵مه) د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټین گریفیټس په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، د نړیوالو مسوولیت دی څو ځان ډاډه کړي چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط نه رامنځ ته کېږي او د دغه هېواد پانګه د بېوزلۍ او اقتصادي ځوړتیا د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
مارټین وایي چې افغانان دمګړۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له سخت حالت سره مخ دي او د ټولو مسوولیت دی چې دغه هېواد له اقتصادي سقوط وژغوري.
تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم د افغان پانګې د وېشل کېدو په تړاو د بایډن پرېکړه غندلې او د هغې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
خو افغان چارواکي وايي چې د دوی دغه پانګه د بشري مرستو لپاره نه بلکې د پولي ثبات ساتلو لپاره یو ملاتړ دی، چې بې ځایه لګول یې دوی ته د منلو وړ نه دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وویل: ”دا پیسې د خلکو د کومک لپاره نه دي، نه غواړو چې د افغانستان ارزي ذخایر او پانګه بې ځایه مصرف کړو، ولږه او تنده به تېره کړو، د دې درې نیم ملیارده ډالرو څخه تقریباً دوه میلیارده ډالره یې په ترانسپورټ، معاشاتو او بې ځایه خرچو مصرفېږي”.
یاده دې وي چې ولسمشر جو بایډن دوه ورځې وړاندې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې په اړه اجرایوي فرمان صادر کړ.

د دې فرمان له مخې له یادې شتمنۍ به نیمایي برخه افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ازاده شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس