معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / م.م له افغانستان سره شوې مرستې کافي نه بولي

م.م له افغانستان سره شوې مرستې کافي نه بولي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) ملګري ملتونه وایي افغانستان کې اوسنۍ بشر پاله مرستې بسنه نه کوي.
په افغانستان کې د دغې ادارې د پراختیايي پروګرام مشر عبدالله الدردادي ویلي، چې دلته د خلکو د ژغورنې لپاره د دوی پر هوساینه لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا تر هغه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د ژغورنې او اقتصادي ودې لپاره یو پیاوړی او پراخ پروګرام پیل نه کړي اوسنۍ مرستې به پایله و نه لري او بسنه هم نه کوي.
عبدالله وایي که نړیواله ټولنه په رښتیا غواړي چې په افغانستان کې بشري ننګونې کمې کړي نو د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې باید رغنده رول ترسره کړي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي و چې په افغانستان کې روان بشري وضعیت بوږنوونکی دی، راټولې شوې مرستې بسنه نه کوي او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس