معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / م.م د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له نوملړه لرې کړی

م.م د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له نوملړه لرې کړی

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۳مه نېټه) ملګرو ملتونو په رسمي توګه د محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له نوملړه لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه تازه کړې ده او ورسره جوخت یې د لومړۍ میرمنې په توګه د رولا غني نوم هم لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې همدا راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل نوملړ څخه لرې کړی دی خو په دغه اداره کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په اړه یې هېڅ راز ګام نه دی اوچت کړی.
دا ګام وروسته تر هغه اخستل کېږي چې په وروستیو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر دایمي استازولۍ ناندرۍ رامنځ ته شوې، خو تر دې دمه نصیر احمد فایق د افغانستان استازیتوب کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس