ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوايي یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوه لوی صنعتي پارک د جوړولو د پلان خبر ورکوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر په دې اړه رسنیو ته ویلي، چې دا صنعتي پارک د میدان ښار اړوند په کوتل تخت سیمه کې جوړېږي.
هغه وايي: “د میدان وردګو صنعتي پارک د دې ولایت د مرکز په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې په کوتل تخت سیمه کې د قرُغ غره په استقامت کې پام کې دی. انشاءالله په روانه هفته کې به یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرانېزي.”
زهیر زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې صنعتي پارک ۶ نومرې پخوا او ۲۰ اوس وېشلي او ۱۳ نوي غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/05/photo_2022-05-06_22-44-35-660x330.jpg)