معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مومند وايي له پاکستانه پر وارداتو د تعرفې د معافۍ موده دې نوره هم و غځول شي

مومند وايي له پاکستانه پر وارداتو د تعرفې د معافۍ موده دې نوره هم و غځول شي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۱۵مه او د مۍ میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې هیله مندي ښودلې، چې د افغان صادارتو په برخه کې د پاکستان حکومت له خوا پر وارداتو برېښنايي تعرفه چې د دې میاشتې تر وروستیو معاف شوې ده، موده یې نوره هم اوږده شي.
د خونې مشر یونس مومند رسنیو ته وویل، دمګړۍ له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روانه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر، دا خبرې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د مېوو د پخېدو وخت نېږدې شوی، چې تر ډېره ګاوندي هېواد پاکستان ته صادرېږي.
مخکې به دغه موسم کې سوداګرو شکایت درلود، چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان صاداراتو په وړاندې د خنډونو له امله ډېری تازه میوې په لاره خوسا کېږي.
ښاغلی مومند، هیله ښيي چې د بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه، ورکړه په ښه توګه ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس