معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي سبا (چهارشنبه د لړم پر ۲۶مه) د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره غونډه کوي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس له قوله ويلي، چې په دې غونډه کې به پر بشري حقونو، انساني مرستو او افغانستان ته د مرستو د رسولو پر څرنګوالي خبرې وشي.

سرچینه کاږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به د دغه هېواد په استازيتوب د غونډې ګډونواله وي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر وايي، چې مېرمن لاینز به غونډې ته د افغانستان په اړه خپل چمتو کړی راپور وړاندې کړي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو د افغانستان په اړه غونډې جوړ کړي او دلته یې د دایمي سولې د راتګ غوښتنه کړې ده.

بلخوا د افغانستان اسلامي امارت بیا وار له مخه د دغه غونډې هرکلی کړی او تمه یې ښوودلې چې دلته د سولې او امنیت له راتګ سره مرسته وکړي.

دا غونډه پر داسې مهال جوړېږي چې نړیوالو بنسټونو بیا بیا په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې د بشري ناورین پېښدو خبرداری ورکړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس