معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګري ملتونه وایي، د غزې له جبالیه کمپ څخه یې وحشیانه خبرونه ترلاسه کړي

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جبالیه کمپ څخه یې وحشیانه خبرونه ترلاسه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي، د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۳۶ زره ۲۸۴ ته رسېدلی دی.

د خبر پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلي ځواکونو ۶۰ فلسطینیان شهیدان او ۲۸۰ نور یې ټپیان کړي، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د ټپیانو شمېر ۸۲ زره ۵۷ تنو ته ورسېد.

په ورته وخت کې فلسطیني ټلوېزیون راپور ورکړی، چې اسراییلي پوځ د غزې په شمال کې د جبالیه ښار د کډوالو له کمپ څخه د شاوخوا درې اونیو پوځي عملیاتو وروسته وتلي دي.

په همدې ورځ د غزې د ملکي دفاع ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسرایيلي پوځ لخوا د مرکزي بازار په ګډون د کډوالو په کمپ کې زياتره سيمه ييز بنسټونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

ژغورونکو ډلو له هغه ځایه چې اسراییلي پوځ وتلی، په سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات شمېر جسدونه موندلي، په داسې حال کې چې د ورک شویو کسانو د لټون او ژغورنې کار په سیمه کې اوس هم دوام لري

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس