معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ملا یعقوب: له ډیپلوماټیکو اړیکو وروسته له هند سره دفاعي اړیکو ته چمتو یو

ملا یعقوب: له ډیپلوماټیکو اړیکو وروسته له هند سره دفاعي اړیکو ته چمتو یو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له هند سره صادقانه ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد نن د هندوستان نیوز ۱۸ سره په خبر کې د هند له بشري مرستو د مننې تر څنګ وویل، له هنده غواړو چې کابل کې د خپل سفارت په پرانیستلو له موږ سره ډیپلوماټیکو او دفاعي همکاریو ته لاره خلاصه کړي.
هغه وویل، “موږ هند ته د خپلو دروازو په پرانستو سره د هند هرکلی کوو، موږ هم هیله لرو چې هند به په دې برخه کې اړین نوښتونه وکړي او له موږ سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړي.”
د افغانستان دفاع وزیر وویل، له هند سره د اړيکو د پياوړتیا په صورت کې به اسلامي امارت د پوځي روزنې لپاره خپل ځواکونه هند ته واستوي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.
ملا یعقوب نیوز ۱۸ ته وویل، “زموږ پوځ د نړۍ له سترو پوځونو څخه دی.”
هغه پر هند غږ وکړ چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو په برخه کې ډیپلوماټیکو همکاریو ته لاره هواره شي.
نوموړي ویلي، که څه هم له پاکستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو له دغه هېواد سره د دفاع په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ملا یعقوب په خبرو کې د طالبانو او القاعدې تر منځ هر ډول اړیکې رد کړې او ویلي یې دي چې له دې شبکې سره نوې اړیکه نه لري او زیاتوي چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.
ملا یعقوب هندي رسنیو ته دا هم ویلي، چې په هېڅ حالت کې به پاکستان ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د هند پر ضد وکاروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس