معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملا برادر وايي ځوانان دې له هېواده د وتو پر ځای هېواد ته خدمت وکړي

ملا برادر وايي ځوانان دې له هېواده د وتو پر ځای هېواد ته خدمت وکړي

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۱۰مه او د مارچ لومړۍ نېټه ده) د افغانستان نوی حکومت وایي، مسلکي کادرونه او ځوانان دې له خپل هېواد نه وځي.
د رییس الوزراء لومړي مرستیال مولوي عبدالغني برادر نن د دوحې هوکړې د دویمې کلیزې په توړاو جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان دمګړی خپلواک دی او د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې نه دی.
نوموړي وویل له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره د هرې مثبتې طرحې هرکلی کوي.
هغه په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د پوهنتونو او مسلکي زده کړو د مرکزونو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي او د هېواد کادرونو ته نه ده په کار چې له خپل هېواد ووځي.

دده په وینا د دې هېواد جوړول د افغانانو ګډ مسوولیت دی او د افغانستان ا.ا ټولو رغنده نظرونو او طرحو ته ارزښت ورکوي. هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې زده کړو ته د دوام ورکړي ، ځانونه د ساینس، ټکنالوژۍ او نورو مسلکونو په برخه کې ورسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس