معماری
خانه / ادب و هنر / معیاري ژبه او رسنۍ

معیاري ژبه او رسنۍ

معیاري ژبه او رسنۍ

څېړوندی رحیم الله حریفال، د علومو اکاډمۍ علمي غړی

سریزه:

ژبه او رسنۍ هغه موضوع ده چې یو له بل سره نږدې اړیکې لري او په اړه یې په نورو هېوادونو او ټولنو کې ډېر څه لیکل شوي او ویل شوي دي. خو متأسفانه په افغانستان کې د دې برخې ارزښت او اهمیت ته په کتو ډېر څه نه دي شوي، د عمومیاتو تر بریده څه نا څه کار ترسره شوی، خو په تخصصي توګه دا برخه ډېره نه ده، څېړل شوې او یا هم ویلای شو، چې په یاده ساحه کې میداني څېړنې او تحقیقات نه تر سترګو کېږي.

له ۱۳۸۲ لمریز کال را په دې خوا په هېواد کې په پراخه توګه رسنۍ منځ ته راغلې، په صوتي او انځوریزو رسنیو سربېره د انټرنټي رسنیو په برخه کې هم بېلابېل ویبسایټونه، ویبپاڼې او ویبلاګونه را منځ ته شول. دولت هم چې کله له خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي، یوه یې هم د بیان آزادي او یا هم په رسنیزه برخه کې پیشرفت او پرمختګ دی. د دې تر څنګ چې رسنۍ به خپل امتیازونه او ګټې لري، خو په ځینو ځایونو کې یې ټولنې ته زیانونه هم اړولي دي. دلته په دې علمي او څېړنیز کنفرانس کې لومړی د معیاري ژبې په اړه بحث شوی دی او د معیاري ژبې په اړه مختلف نظریات را اخیستل شوي دي، ورپسې په رسنیو کې د معیار په ژبه رڼا اچول شوې ده، چې رسنۍ باید کوم معیار په نظر کې ولري او کومه معیاري ژبه وکاروي؟ په پای کې بیا په ژبه د رسنیو د اغېزو په اړه رڼا اچول شوې ده او ځینې بېلګې را وړل شوې دي. رسنۍ د معیاري ژبې په وړاندې څه مسؤولیت لري؟! آیا خپل مسؤولیت یې په سمه توګه تر سره کړی او که نه؟!

د څېړنې اهمیت او مبرمیت:

رسنۍ د معیاري ژبې په غوړېدا او منځ ته راتګ کې ستر رول لري، بل دا چې ژبه او رسنۍ یو له بل سره لازم او ملزوم دي، نو پکار ده چې دا موضوع لا زیاته وڅېړل شي او په یاده برخه کې چې کومې ستونزې او نیمګړتیاوې تر سترګو کېږي، هغه په ګوته شي او د داسې علمي څېړنو په پایله کې رسنۍ او د رسنیو مسؤولین د ژبې پر وړاندې خپل رسالت ته لا زیات متوجه شي او د ژبې د برخې متخصصین هم له رسنیو سره د خپل مسؤولیت له مخې همکاري او مرسته وکړي.

که دا ومنو چې د زده کړې یوه عمده برخه له ټولګي څخه بهر تر سره کېږي، نو باید ووایو چې ټلویزیون، راډیو، مجلې، ورځپاڼو او سینما خلکو ته د زده کړې مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی. که څه هم د ټولنیزو رسنیو څښتنان او مسؤولین به له دې چارې نه ډېر خبر هم نه وي او یا کېدای شي په مناسبه توګه به ورته پام نه کوي، خو حقیقت دا دی چې د ښوونې او روزنې بهیر د کتاب او ښوونکي له انحصاري چوکاټ څخه وتلی دی او پراخه مفهوم یې خپل کړی دی.

له بلې خوا د رسنیو ژبه دا توان لري چې د ټولنې د محاورې د ژبې سطحه لوړه کړي. که د رسنیو ژبه د کلمو او جوړښت له نظره په مناسبه کچه کې وي، د دې وړ ده چې د ژبې د زده کړې لپاره مدرسه شي. رسنۍ د اطلاعاتو پر رسولو سربېره د ژبې د سمې بڼې او شکل د دودولو مسؤولیت هم پر غاړه لري.

معیاري ژبه:

معیاري ژبه د ویلو او لیکلو هغه بڼه ده چې زیاتره لوستي او پوه کسان یې کاروي او د ډېری خلکو له خوا د ژبې د سم او کره ډول په توګه منل شوې وي.

د معیاري ژبې نړیوال منل شوی تعریف: د یوه هېواد د سیاسي پلازمېنې ژبه ده او دا رسمي او د ښوونې او روزنې ژبه ده چې په اساسي قانون کې ورته څرګنده اشاره شوې ده.

دکتور علي اشرف صادقي د معیاري ژبې ځانګړتیاوې داسې په ګوته کوي:

«معیاري ژبه داسې یوه ژبه ده چې په یوه هېواد کې له مروجو محلي او ټولنیزو لهجو څخه لوړ ځای لري او د هغو کسانو ارتباطي، ټولنیزه، علمي او ادبي وسیله ده چې ممکن په نورو ځایونو او شرایطو کې په خپلو ځانګړو سیمه ییزو او ټولنیزو لهجو خبرې وکړي. دا ژبه د لوستو کسانو ژبه ده او په غالب ګومان د لیکنې له ژبې سره یوه ده. همدغه ژبه چې په راډیو، ټلویزیون او ورځپاڼو کې کارول کېږي او بهرنیانو ته د ژبې د ښودلو پر وخت ګټه ترې اخیستل کېږي».[۱]

یا هم هغه ژبه چې د کره کولو لپاره یې بېلابېل سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ شوي وي او کار پرې شوی وي او د بېلابېلو لهجو له منځ څخه یوه عامه لهجه غوره شوې وي په بېلابېلو لهجو کې د کلمو له ګڼو بڼو څخه پر یوه کره بڼه اتفاق او فیصله شوې وي، دلته مو باید یوه ټکي ته پام وي چې دا کار تر ډېره بریده د سیاسي او علمي دریځ پر بنسټ مخکې ځي؛ کومه لهجه چې د لیکلو لپاره او یا هم په دولتي او دفتري ساحه کې کارول کېږي د وخت له تېریدو وروسته یاده لهجه چې د واک او سیاسي قدرت په سیمه کې مروجه او استعمالېږي د معیاري ژبې په توګه ځای خپلوي.

دا ډول ژبه له ښوونځیو او پوهنتونو څخه نیولې بیا تر ټولو دولتي ادارو، قضایي ارګانونو د چاپ او خپرولو په ټولو مؤسسو، ټولو رسمي لیکنو، حقوقي او سوداګریزو چارو کې کارول کېږي.

په رسنیو کې د معیار ژبه:

د انسانانو یوه خاصه ځانګړتیا دا ده چې له نورو سره د ارتباط او اړیکو ټینګولو لوړ او عالي مهارت لري. دې چارې له یوه نسل څخه بل نسل ته د فرهنګ لېږد آسانه کړی دی. دا رابطه په درېوو بنسټیزو روشونو ترسره کېږي:

لومړۍ بڼه د وینا ژبه ده او دا ژبه د انسانانو تر منځ زده کړه او ټولنیزې اړیکې آسانه وي. دویمه بڼه د لیکلو ژبه ده چې د وینا له انځوریز ثبت څخه عبارت ده. دا بیا د لیکنې ژبې زده کړه او د فرهنګي میراثونو ساتنه او لېږد آسانه وي. درېیمه بڼه د اشارې ژبه ده.

له شک پرته ژبه د بشري ارتباطاتو د مجموعې په زړه او هسته کې ځای لري. رسنۍ له خپلو مخاطبینو سره د ارتباط د ټینګولو په خاطر اړې دي چې له ژبې څخه ګټه واخلي، هغوی د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره له بېلو ژبنیو کالبونو څخه استفاده کوي.

کله چې په رسنیو کې د معیاري ژبې په اړه خبرې کوو له دوو ډولونو سره مخ کېږو: د وینا او لیکنې ژبه، چې لیکلې ژبه بیا پر خپل وار نورې بڼې لري، یعنې د معیار ژبه مطلقه نه ده، دغه ژبه کېدای شي، رسنیزه، اداري، علمي، ښوونیزه … او نورې بڼې ولري، نو دلته مقصد له یوې مشخصې ژبې څخه نه دی، د علم ژبه بې روحه ژبه ده، یعنې هغه ژبه چې ډېره دقیقه ده. هره کلمه پر خپل ځای کارول کېږي او هره کلمه یوه ځانګړې معنا لري، په دغه ژبه کې حق نه لرو چې له ادبي بڼې څخه کار واخلو.

د رسنیو په ژبه کې منځپانګې او مخاطبینو ته په کتو کولای شو له نورو بڼو څخه هم ګټه واخلو، حتی یوه رسنۍ په خپلو مختلفو پاڼو کې له بېلو ډولونو څخه ګټه اخلي. د مقالې ژبه نسبت د ګزارش ژبې ته رسمي وي، له لوستونکو سره د خبرو او مکالمې ژبه بیا ډېره عاطفي او صمیمي وي، پورتنیو ټکو ته په کتو که یو منحني په نظر کې ونیسو، څومره چې پورته خوا ته ځو ادبي ژبې ته نږدې کېږو او څومره چې کښته لور ته حرکت کوو، عامیانه او د ورځنۍ محاورې ژبې ته نږدې کېږو، چې په واقعیت کې د معیار ژبه د دغو دواړو په منځ کې قرار لري، نه ادبي او د شعر ژبې ته نږدې ده او نه هم عامیانه ژبې ته.

د رسنیو ژبه د عوامو او د ټولنې د اوسېدونکو له نظره د معیار ژبه ګڼل کېږي، نو پر دې اساس که د رسنیو ژبه تېروتنې او اشتباهات ولري، همدغه اشتباهات بیا د خلکو په منځ کې رواج مومي او د وخت په تېرېدو سره د ژبې او ادبیاتو ژوندی انځور چې د کلتور لېږدونکی او ملي هویت دی، بدلون مومي.

د خپرونو له کمي ډېرښت او د بیا کتنې د نشتوالي له امله هره ورځ ګڼ شمېر غیر معیاري جوړښتونه او اصطلاحات په ټولنه کې رواج پیدا کوي او د ټولنې پر لیکني فرهنګ ناوړه اغېزه کوي.

له کومې ژبې چې په رسنیو کې ګټه اخیستل کېږي، په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د بېلګې ژبې په توګه د مخاطبینو په منځ کې رواجېږي.  

رسنۍ یا هم د رسنیو ژبه د عربي ژبې لپاره د دفاعي سپر رول ادا کوي، په دې معنا کله چې له نورو ژبو څخه د ژباړې له لارې نوي لغتونه او نحوي جوړښتونه عربي ژبې ته داخلېږي، لومړی په رسنیو او مطبوعاتو کې مطرح کېږي. د رسنیو او مطبوعاتو په ژبه کې تر منل کېدو وروسته معیاري عربي ژبې ته داخلېږي.

رسنۍ باید صمیمیت، روان والی او عمومي والی له عامیانه محاورې څخه واخلي او توانمندي، فکر پالل، بیاني او تعبیري ښکلا ګانې د معیار له ژبې څخه تر لاسه کړي. په حقیقت کې د رسنیو ژبه د محاورې او معیار د ژبې تر منځ بېلوونکی برید دی.

په رسنیو کې ژبې ته په سمه توګه نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ځینې کسان خپل باور پر رسنیو له لاسه ورکړي او همدارنګه رسنۍ د ژبې پر وړاندې خپله دنده په سمه توګه سرته ونه رسوي. دلته یې ځینې لاملونو او بېلګو ته اشاره کوو:

لاملونه:

۱ ــ په رسنیو کې د معیار ژبه نه تر سترګو کېږي. د خلکو ورځنۍ ژبه د رسنیو ژبې ته نږدې شوې ده او همدارنګه د معیار د کچې ساتلو هڅه هم نه کېږي او یو ډول بې سرې روانه ده، له علمي ــ څېړنیزو مرکزونو سره د رسنیو اړیکې په نشت حساب دي. په متحدانه توګه په ټولو رسنیو کې یوه ژبه نه لیدل کېږي.

۲ ــ نیمه پېړۍ وړاندې په هېواد کې د رسنیو لیکوالان ډېری له فرهنګي او سیاسي شخصیتونو څخه وو. دغو لیکوالانو چې په ټولنه کې یې رسمي نوم درلود، په رسنیو او مطبوعاتو کې یې قلم خوځاوه، تر څو د رسنۍ عزت، باور او اعتماد و اوسي. دغه ځانګړنه په تدریج سره له منځه ولاړه او په وروستیو کلنو کې د رسنیو لیکوالان زیاتره نوم ورکي اشخاص تشکیلوي چې د مطبوعاتو پر ځمکه را ټوکېدلي یا هم ویلای شو چې په رسنیز نثر سره را ژوندي کېږي او د رسنیو په هوا کې ساه اخلي او رسنیزه پېژندګلوي لري، دوی خپل شهرت د رسنیو مدیون ګڼي.

۳ ــ د یوه لیکدود نشتوالی، تر اوسه پورې موږ په علمي او ښوونیزو کتابونو کې هم یو لیکدود نه لرو. په یوه کتاب کې یوه کلمه یو ځای شوې وي او په بل کتاب کې بیا جلا لیکل شوې وي، چې دا کار پر رسنیو هم اغېزه کوي او بیا د رسنیو له لارې ټولنې ته لار مومي او د ټولنې اوسېدونکي له یو ډول تشتت او حیرانتیا سره مخ کوي.

۴ ــ څوک چې رسنیزې برخې ته داخلېږي، هغوی باید ادبي ذوق ولري، اما د ژورنالیزم په ډګر کې داسې کسان دي چې د جملې او عبارت تر منځ توپیر نه شي کولای او د دې ترڅنګ د ژورنالیزم په پوهنځیو کې د ژبې زده کړې ته پوره پاملرنه نه کېږي، بلکې د ژبې مضمون ته د یوه اضافي مضمون په سترګه کتل کېږي او بده خو لا دا چې په ځینو رسنیو کې داسې کسان په دندو بوخت دي، تخصصي زده کړې خو څه چې لوړې زده کړې لا نه لري، نو په داسې شرایطو کې به موږ څنګه په رسنیو کې د معیاري ژبې او د ژبې د زده کړې هیله ولرو.

۵ ــ سیاست او د خپلو همفکره کسانو ګومارل، په رسنیو کې بله هغه ستونزه ده چې ژبې او یا هم که په عمومي توګه ووایو تخصص ته ستر زیان اړولی دی او څوک تخصص ته ډېره لږ توجه نه کوي. د دې ترڅنګ تجارتي اړخ هم د رسنیو په کار او مؤثریت منفي سیوری غورځولی دی. د چا چې څه ډول زړه غواړي هماغسې ژبه کاروي او خپله دغه ناپوهي بیا نوښت او بلاغت بولي.

بېلګې:

 په رسنیو کې بیړه او نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ژبې ته زیان ورسوي او د ژبې یا هم معیاري او رسمي ژبې په اړه چې کوم مسؤولیت لري، هغه په سم ډول سرته ونه رسوي:

۱٫      «د فعل زمانې ته نه پام کول دي. په دې مثال کې لولو: ((نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې یې لیکي: …)) دلته لومړۍ جمله د تېرې زمانې خبره کوي ((ليکلې ده)) خو دوهمه د اوس مهال ((لیکي)). په داسې مواردو کې ښه به دا وي چې په دواړو جملو کې د عین زمانې فعلونه ولیکو مثلاً په دې مثال کې باید دوهمه جمله داسې ولیکو: ((په یوه برخه کې یې لیکلي دي)) ښايي ژورنالیستان د فعل د تکرار د مخنیوي په هدف د فعلونو زمانې بدلوي. لکه په دې مثال کې چې ((لیکلي)) ژر تکرار شوې ده. خو موږ د فعل تنوع په بله لاره هم پیدا کولی شو. د دوهمې ((لیکلي)) پر ځای ((راوړي دي)) مناسب بدیل ګڼلی شو.» )[۲](

۲٫      د اشنا راډیو انټرنټي پاڼې په یوه راپور کې داسې لیکلي دي: «افغانستان په لسو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ ورځنی فرعي کمپاین پیل شو.»

۳٫      او اوس د (د) حذفول یو موډ ګرځېدلی دی، خو په پورتني متن کې یې د یوه راپور عنوان څومره بې خونده کړی او که کېدای شي د همدې یوه (د) له امله ټول راپور څوک ونه لولي.

۴٫      د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

دلته ((په ګډون)) د انګریزي ژبې د ((including)) ناسمه ژباړه ده چې په فارسي کې هم همداسې غلطه ترجمه کېږي. دا جمله په انګریزي کې داسې مانا ورکوي چې په وژل شوو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي. خو ((په ګډون)) د جمع کولو او سره یو ځای کولو معنا لري. په دې جمله کې ملکي وګړي او پوځي امریکایان سره یو شان ګڼل شوي دي. د جملې سمه بڼه دا ده: ((اته تنه وژل شوي چې درې یې ملکي وګړي او پنځه تنه يې امریکايي پوځیان دي.)) او دغه بله بڼه یې هم ستونزه نه لري: ((په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي.))

۵٫       بل زیان چې رسنیو پښتو ژبې ته رسولی دی. هغه دادی چې زیاتره وخت پښتو رسنۍ د خبرونو او نورو مطالبو په وړاندې کولو کې مخکښې نه دي، نو له دې امله پښتو ژبه د ژباړې د ژبې په توګه کارول کېږي او بیا په رسنیو کې د داسې مسلکي کسانو کمی هم دی، چې د خپلې ژبې په جوړښت او د ژباړې په اصولو ډېر برلاسي نه دي. د بېلګې په توګه:

۶٫      قبایلي علاقو می مسلح طالبان موجود هی

۷٫      طالبان مسلح در مناطق قبایلي وجود دارد

۸٫      نو په پښتو کې به داسې لیکي: په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان شتون لري.

 خو که هسې اضافه او یو نا اشنا ترکیب په خپله ژبه کې رواج نه کړو او د نورو ژبو جوړښت په خپله ژبه ونه تپو، نو باید داسې ولیکو: په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان شته.

او که غواړو په خپله خبره ټینګار وکړو، له (شته) وروسته (دي) راوړو.

په قبایلي سیمو کې وسلوال طالبان شته دي.[۳]

دا خو یې ځینې بېلګې وې، چې لنډه اشاره ورته وشوه، خو ځینې رسنۍ بیا په پراخه پیمانه املایي او انشایي تېروتنې لري، چې دا تېروتنې بیا ژبې ته ستر زیان اړوي، ځکه په ټولنه کې هغه کسان چې زده کړې یې کمې کړې وي او حتی کله نا کله لوستي کسان هم د رسنیو ژبې ته د معیار د ژبې په توګه ګوري، نو همدا تېروتنې بیا په ټولنه کې ځای نیسي او ژبې ته ستر نقصان رسوي.

په نورو هېوادونو کې هم ژبې له پورتنیو ستونزو سره مخ دي، د بېلګې په توګه په امریکا کې چې خلک یې د جملو په لنډون او خلاصه کولو کې ځانګړی مهارت لري او هغه په خاصو اصطلاحاتو اړوي، خو هلته د رسنیو مسؤولین او مدیران د محاورې ژبې ته د رسنیو ژبې یا معیاري ژبې ته د زیان او تاوان رسولو اجازه نه ورکوي. د هغوی په رسنیو کې داسې کسان په دندو بوخت دي، چې د لیکوالۍ او ژبې له اصولو سره بلد دي او هڅه کوي چې د خپل هېواد ژبه له دا ډول زیانونو څخه لرې وساتي. اما زموږ د رسنیو په اړه بیا داسې نه ده، زموږ د رسنیو مسؤولینو لار پرانیستې پرېښې ده او هر ډول خلک چې رسنیز ډګر ته داخل شول باک نه لري. پوښتنه دا ده چې کله یو څوک د ژبې له ګرامر سره اشنا نه وي، څنګه د یوې رسنۍ مسؤول مدیر ټاکل کېدای شي!؟

پایله:

په نړۍ کې به داسې ژبې نه وي، چې بېلا بېلې لهجې ونه لري، لهجه: کوم ګروپي تغيیر او بدلون، چې د یوې ژبې په وییز او غږیز سیسټم او بڼه کې پېښیږي یا لیدل کېږي لهجه ګڼل کېږي.[۴] مختلفې او بېلا بېلې لهجې د یوې ژبې لپاره ګټورې تمامېږي، خو کله چې یوه ژبه له محلي او سیمه ییزې کچې څخه لوړېږي یا هم د نظام، سیاست، علم او ټکنالوژي ژبه ګرځي، بیا هلته نو د همدغو لهجو له منځ څخه یوه لهجه د مختلفو عواملو پر بنسټ د معیاري لهجې په توګه مخکې راځي او د معیار حیثیت غوره کوي، یعنې معیاري ژبه د ځانګړو شرایطو په ترڅ منځ ته راځي، د بېلګې په توګه کومه لهجه چې د معیاري لهجې او یا هم ژبې په توګه را منځ ته کېږي، دغه لهجه د سیاسي نظام ژبه ګرځېدلې ده، د اقتصاد ژبه ګرځېدلې ده او بالآخره له هره اړخ نه ورته پاملرنه شوې ده.

پښتو ژبه هم د یوې نسبي معیاري ژبې درلودونکې ده، ځینې پوهان داسې نظر ورکوي، چې پښتو ژبه لا تر اوسه د معیار تر کچې پورې رسېدلې نه ده، خو دا خبره ځکه درسته نه ښکاري، چې معیاري ژبه په یو ځل او یا د کومې پرېکړې په اساس منځ ته نه راځي، بلکې د وخت په تېرېدو سره د ټولنې اوسېدونکي په یوه لهجه اتفاق سره کوي او قرار ــ قرار نومړې لهجې د معیار ژبه جوړېږي، چې اوس له ځینو د ګوتو په شمېر کسانو نه پرته په افغانستان کې د پښتو ژبې ویونکي په مرکزي لهجه د معیاري ژبې په توګه اتفاق سره لري. همدغه ژبه د کتاب لیکلو ژبه ده، د ادارې ژبه ده، بهرنیانو او د نورو ژبو د ویونکو لپاره د پښتو ژبې د زده کړې او ښوونې ژبه ده او د رسنیو ژبه ده، نو د دغې معیاري ژبې د لا غوړېدا لپاره رسنۍ ځانګړی ځای او مسؤولیت لري، که چېرې رسنۍ له ژبې سره سطحي او سر سري چلند وکړي، ژبې ته ډېر زیان ور اړوي، چې مخکې موږ په تفصیلي توګه خبرې پرې وکړې. په ځانګړې توګه رسنۍ باید له علمي او څېړنیزو مرکزونو سره نږدې اړیکې ولري او څېړنیز مرکزونه هم وخت په وخت د ژبې په برخه کې له رسنیو سره نوي معلومات او بدلونونه شریک کړي. د نیولوګېزم یا په ژبه کې چې کوم نوي لغتونه جوړېږي، نوموړې چاره باید د ژبپوهنې د برخې پوهان د نورو برخو له پوهانو سره په ګډه تر سره کړي، بیا دې له رسنیو سره شریک کړي او بیا همدا رسنۍ دي، چې له اولس او ټولنې سره یې شریکوي او حتی په ځینو هېوادونو کې په ټولنه کې د نویو لغتونو د کارېدنې او په ټولنه کې د تعمیم لپاره ځانګړې رسنۍ موجودې دي او دا چاره سر ته رسوي.

وړاندیزونه:

۱ ــ په علمي ــ څېړنیزو مرکزونو کې د داسې کړنلارو جوړول، ترتیبول او خپرول، تر څو یې رسنۍ په خپلو خپرونو او کار کې مراعت او پلې کړي.

۲ ــ د نویو لغتونو د جوړولو صلاحیت دې له رسنیو څخه واخیستل شي، بلکې په علمي ــ تحقیقي مرکزونو کې دې رامنځ ته شي او بیا دې د همدغو رسنیو له لارې په ټولنه کې د دود کېدو لپاره خپاره شي.

۳ ــ د معیاري او کره ژبې لپاره باید په رسنیو او مطبوعاتو کې د لیکوالانو، ژباړونکو او شاعرانو رول ته جدي پاملرنه وشي.

۴ ــ رسنۍ په ځانګړې توګه راډیو او ټلویزیون دې، د ژبې لپاره خپرونې او پروګرامونه ځانګړي کړي او په دغو خپرونو کې دې، د ژبې پوهان او په دې برخه کې د علمي ـــ تحقیقي مرکزونو غړي او متخصصین له ځان سره ولري.

 

 

ماخذونه:
۱ ــ شاد، منصوري، طیبه. د ارتباطاتو د علومو ارشده کارپوه. ويژګی های زبان مطلوب مطبوعات، مقاله.

۲ ــ زغم، محب، د خبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې، مقاله. www.tand.com

۳ ــ غزا، نور غزا. پښتو رسنۍ او بې غورۍ، مقاله.  www.tand.com

۴ ــ منګل، علي محمد. پښتو لهجې، د افغانستان د علومو اکاډمي: کابل، ۱۳۸۷ ل کال.

۵ ــ تڼیوال، مولاجان. پښتو ژبه او ژبپوهنه، د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، شمشاد هاشمي مطبعه: کابل، ۱۳۹۷ ل کال.

۶ ــ لودین، دولت محمد. ژبه او ټولنه، ختیځ ادبي بهیر: ننګرهار، ۱۳۹۵ ل کال.

۷ ــ زیار، مجاور احمد. پښتو وییپوهنه او وییرغاونه، دانش خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۹۶ ل کال.

 



ـ  شاد، منصوري، طیبه. د ارتباطاتو د علومو ارشده کارپوه. ويژګی های زبان مطلوب مطبوعات، مقاله. [۱]

[۲]  ـــ زغم، محب، د خبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې، مقاله. www.tand.com

  www.tand.com ــ   غزا، نور غزا. پښتو رسنۍ او بې غورۍ، مقاله.  [۳]

[۴]  منګل، علي محمد. پښتو لهجې، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۸۷ ل کال، ۴ مخ.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس