معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مزارشریف کې د کار په وړاندې د هیبیتات د نغدو مرستو پروګرام

مزارشریف کې د کار په وړاندې د هیبیتات د نغدو مرستو پروګرام

ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وري ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هبیتات پروګرام په مزارشریف کې د کار په وړاندې د نغدو مرستو د یوه پروګرام د پیلېدو خبر ورکوي.
دې پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په مزارشریف کې د ابادي پروګرام په چوکاټ کې دغه نوي فعالیتونه چې په پروژو کې په کار کولو سره خلکو ته نغدې پیسې ورکول کېږي، د افغانستان په ښاري سیمو کې د اوسېدو د دوامداره ستونزو د کمولو د هڅو یوه برخه ده.
په دغو فعالیتونو کې د کانالانو او ویالو د پاکولو او ترمیم، د عامه پارکونو رغونه او د نیالګیو کېنول شامل دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د دا ډول فعالیتونو او هم د نورو بشري هڅو له لارې، په افغانستان کې هغو ملیونونو کسانو سره مرستې کوي چې سختو بشري مرستو ته اړ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس