معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مجاهد: د ظواهري د وژنې په اړه څېړنې روانې دي

مجاهد: د ظواهري د وژنې په اړه څېړنې روانې دي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغې ادعا په اړه څېړنې روانې دي، چې ګواکي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري يې کابل کې هوايي برید کې وژلی دی.
د تېرې جولای میاشتې پر ۳۱مه نېټه امریکا د پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه استوګنځي هوايي برید وکړ، په سبا یې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه چې په دغه برید کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.
ا.ا امارت ویلي چې د برید پر ځای کې یې کوم جسد نه دی موندلېی او د امریکا د دې ادعا په اړه هر اړخیزې او کره څېړنې کوي.
دغه راز مجاهد ملي ټلویزیون سره مرکه کې دا هم زیاته کړې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل دیني اړخ لري او په دې اړه د علماوو ترمنځ د نظر یووالي ته اړتیا ده.
نوموړي ویلي، اوسمهال نه یوازې دا چې افغانستان له بحراني حالته خلاص شوی، بلکې امنیت هم ټینګ دی، خو خلک اقتصادي ستونزې لري، چې عامل يې د امریکا لخوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس