معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مجاهد: د ا.ا لومړیتوب د هېواد ابادي ده هېوادوال دې هیلې نه بایلي

مجاهد: د ا.ا لومړیتوب د هېواد ابادي ده هېوادوال دې هیلې نه بایلي

ګهیځ: نن د سې شنبې ورځ د (لنیدۍ ۳مه) د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب د هېواد ابادي ده او تمه لري چې هېوادوال خپلې هیلې ونه بایلي.

نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا د ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د هېواد د پرمختګ، ښېرازۍ او د هېوادوالو د هوساینې سبب ګرځي.

مجاهد د خپلو خبرو پر دوام د هوا ککړتیا ته په اشارې څرګنده کړې چې اړوندې ادارې باید نور ګامونه هم واخلي، د تجارت وزارت، د صنعت وزارت او معادنو وزارت باید په خپلو قراردادونو کې د چاپېریال ساتنې موضوع هم ور ګډه کړي، چې دا به لوی پرمختګ او سهولت رامنځته کړي.

هغه دغه راز ویلي چې ټول ښاریان باید له پیلټرونو څخه ګټه پورته کړي تر څو په دې سره تر یوه بریده د هوا د ککړتیا مخنیوی وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس