معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي په یوه رسمي سفر ترکیې ته روان شو

متقي په یوه رسمي سفر ترکیې ته روان شو

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۱۸مه او د مارچ ۹مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته په سفر ووت.
متقي ترکیې ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر چاویش اوغلو په رسمي بلنه ورځي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالقهار بلخي وايي، امیرخان متقي به په ترکیه کې د انتالیا په ډیپلوماټیک فورم کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته وینا وکړي.
سرپرست وزیر امیرخان متقي به هلته د ترکیې او د نړۍ د نورو هیوادونو څخه د راغلیو لوړ پوړو پلاویو سره ناستې ولري او د افغانستان په اړه به بحث وکړي.
د انتالیا فورم د روانې مارچ میاشتې له ۱۱ مې تر ۱۳ مې نېټې پورې د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندي جوړیږي.
دا ترکیې د ښاغلي متقي دوهم سفر دی او د ناروې په ګډون د سیمې ځینې نورو هېوادونو ته هم تللی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس