ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد دوهمه او جولای میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اروپايي ټولنې د استازولۍ له شارژدافیر ارنوت پاول سره لیدلي.
بېګاه ناوخته د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي ټينګار کړی چې نړیوال باید بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره و نه تړي.
متقي دغه راز ډاډ ورکړی، چې دوی چاته اجازه نه ورکوي د هېواد دننه یا بهر د نورو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ او شارژدافیر ارنوت پاول تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د افغان حکومت په خبرپاڼه کې د پاول په حواله لیکل شوي، چې ګواکې اروپايي ټولنه غواړي د ا.ا له حکومت سره د رغنده چلن له لارې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/07/photo_2022-07-24_08-32-49-660x330.jpg)