معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي عمران خان ته: افغانستان د چا بشري ځواک ته اړتیا نه لري

متقي عمران خان ته: افغانستان د چا بشري ځواک ته اړتیا نه لري

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له ترکمنستان څخه تر راګرځېدو وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته په خبرو کې یاد هېواد ته خپل سفر ګټور بللی دی.
نوموړي دغه راز د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په کافي اندازه مسلکي کادرونه لري او د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري.
د یادونې ده چې عمران خان په خپل وروستي ټویټ کې له خپلې ادارې څخه افغانستان ته د بشري ځواک د لېږلو غوښتنه کړې ده چې د نوموړي دې څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډیرو پخوانیو چارواکو ویلي چې عمران خان دې له دې ډول بې مسوولیته څرګندونو ډډه وکړي ځکه چې افغانستان د سیمې په کچه بشري قوه لري او په دې برخه کې هیچا ته اړتیا نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس