معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مایک: ځان د بشري حقونو مدافعین بلو خو د افغان ولس پر حقونو مو سترګې ړندې دي

مایک: ځان د بشري حقونو مدافعین بلو خو د افغان ولس پر حقونو مو سترګې ړندې دي

نړیواله ټولنه په ښکاره ډول په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ مه) د اروپايي پارلمان یوه غړي مایک والاس په یوه ټوېټ پیغام کې په افغانستان کې روان وضعیت بوږنوونکی بللی او په خبره یې دا هر څه د نړیوالې ټولنې د ناغېړۍ له امله رامنځ ته شوي دي.

هغه ویلي چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې او دغه هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشري حقونو د پالنې نارې وهي.

مایک لاس زیاتوي، اروپايي ټولنه، امریکا او ملګري یې په نړۍ کې د بشري حقونو د خوندیتوب خبره کوي، خو د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د افغانانو ژوند سخت کړی او بشري حقونه یې نقض کړي دي.

مایک وایي اروپا او امریکا د بشري حقونو نارې وهي خو همدا حقونه یې بیا پخپله تر پښو لاندې کړي دي.

هغه تمه ښوودلې چې امریکا ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس