معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیزیا له افغانستان سره د بشري مرستو او زده کړو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

مالیزیا له افغانستان سره د بشري مرستو او زده کړو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

ګهیځ: نن سې شنبه(د کب ۱۰مه او د مارچ لومړۍ نېټه ده) له مالیزیا څخه راغلی پلاوی وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زده کړو او نورو بېلا بېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي سلاکار داتو احمد اعزام، نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې هېواد یې د زده کړو، روغتیا او بشري مرستو په برخه کې د دې هېواد لاسنیوی کوي.
نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې په کار بوخت دی.
ښاغلي اعزام د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نوموړي دنده په افغانستان کې د بشري مرستو رسول او د دواړو حکومتو تر منځ د اړیکو غځول دي، په وینا یې د نوي حکومت په رسمیت پېژندو پرېکړه د دوی د بهرنیو چارو په وزارت پورې تړاو لري.
هغه په افغانستان کې د امنیت په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا مهال افغانان د امنیت له پلوه په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي.
د مالیزا د بهرنیو چارو د وزیر سلا کار وویل، چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت له ټینګښت وروسته دوی چمتو دي چې د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې یې ملاتړ وکړي.
هغه یادونه وکړه چې، د ولسي وګړو له خوا یې د فبرورۍ په ۲۵مه په پنځه ټنه بار یوه الوتکه کابل ته راغلې وه او زیاتوي چې په نژدې راتلونکې کې به له افغانانو سره د دوی د مرستو یوه بله جوپه هم را ورسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس