معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مالیزیا له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي

مالیزیا له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) د مالیزیا غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د ظرفیت لوړونې په برخه کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

دا خبره د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي سلا کار داتو احمد اعظم عبدالرحمن د رییس الوزارء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې مالیزیايي پانګوال او سوداګر به وهڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز ښاغلي حنفي هم ویلي، چې هېواد یې له مالیزیا سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي، چې د دوی له تجربو به، په ځانګړي ډول عادي ژوند ته د روږدو کسانو را ګرځولو، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، ساینس، ټکنالوژۍ او پر بنسټیزو کارونو د پانګونې په برخه کې به د دوی له تجربو ګټه واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس