معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / لوی درستیز: صالح او بسم الله را ته د خپلو شتمنیو د ساتنې پیغامونه استوي

لوی درستیز: صالح او بسم الله را ته د خپلو شتمنیو د ساتنې پیغامونه استوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د اسلامي امارت لوی درستیز قاری فصیح الدین فطرت پر خپل ټویټر لیکلي، دا دویم ځل دی چې، د پرځېدلي حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح او دفاع وزیر بسم الله محمدي ور ته د خپلو هغو شتمنیو ،چې په کابل کې ترې پاتې دي، د ساتلو پیغامونه را استوي.
هغه وايي پیغامونه ور ته د یوه قومي مخور پر مټ رسېږي.
فطرت بسم الله او صالح ته په خطاب کې ویلي، دوی څومره د دنیا په متاع مړه او غمجن دي.
ښاغلي فطرت روښانه کړې چې، له دوی تر اوسه ۱۲ د تېلو ټانکونه، ۷ د خرڅلاو موټرې او ټرانسپورټي شرکتونه، ۶۱ بلډنګونه، ۱۱ سرایونه، دوه خصوصي غږیزې او انځوریزې رسنۍ او په پلازمېنه کابل کې ۹ خالي نمرې له اسلامي امارت سره ثبت شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس