معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لومړی ځل ایران او ترکیې ته د افغانستان پنبه صادر شوې

لومړی ځل ایران او ترکیې ته د افغانستان پنبه صادر شوې

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) د کندهار ځايي چارواکي وايي، چې دې ولایت کې تولید شوې او پروسس شوې پنبه په لومړي ځل ایران او ترکیې هېوادونو ته استول شوې.
چارواکي زیاتوي، چې د کندهار د صنعت او کانونو په برخه کې هم یو شمېر بهرنیو پانګوالو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کندهار په صنعتي پارک کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په لګښت د پنبې د پروسس فابریکه جوړه شوې چې اوس مهال ۵۰ تنه په کې کار کوي او د ورځې ۳۰ ټنه تولید لري.
د دې فابريکې مشر حاجي عصمت الله وايي، چې په هېواد کې له کرل شوې پنبې څخه سوچه پنبه، کنجاړه او غوړي توليدېږي.
د هغه په وينا، د افغانستان توليد شوې پنبه اوس پر پاکستان سربېره ايران او ترکيې ته هم صادرېږي، خو بانکي ستونزې يې پر وړاندې ډېر خنډونه جوړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس