معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له TTP سره د سولې خبرو په موخه د پاکستان قومي مشرانو بل پلاوی کابل ته راغلی

له TTP سره د سولې خبرو په موخه د پاکستان قومي مشرانو بل پلاوی کابل ته راغلی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۹مه او د جولای میاشتې ۳۱مه ڼېټه ده) د پاکستان د مذهبي مشرانو پلاوي له تګ سره سم د دغه هېواد یو بل پلاوی کابل ته را رسېدلی دی.
ډان ورځپاڼې ویلي، د قومي مشرانو په ګډون د پاکستان یو ۱۷ کسیز پلاوی له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرو په موخه د مذهبي مشرانو له راګرځېدو سره سم کابل ته رسېدلی دی.
له دې وړاندې د مفتي تقي عثماني په مشرۍ تللي ۸ کسیز پلاوي په کابل کې د TTP له مشرانو او افغان چارواکو سره کتلي و.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پلاوي د یوه غړي په حواله ویلي، چې تقي عثماني پاکستانی طالبانو ته قناعت ورکړی، چې د دغه هېواد په اساسي قانون کې داسې کوم څه نشته چې هغه دې غیر اسلامي وبلل شي.
د سرچینې په وینا مفتي عثماني، هغوی ته دا استدلال وکړ چې که TTP د قانون یو یا دوه بنده له اسلام سره په ټکر کې بولي، بیا هم د دې واک نه لري چې بدل یې کړي او یا یې پر وړاندې وسله واله مبارزه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په دې تړاو پخپله مفتي تقي عثماني، نه د پاکستان حکومت او نه هم تحریک طالبان پاکستان په رسمي ډول کومه تبصره کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس