معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کندهاره بهر ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

له کندهاره بهر ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د یاد ریاست اړوند موزیم ته د ۶ قلمه تاریخي آثارو د سپارلو خبر ورکړی دی.

د خبر پر بنسټ، د یاد ریاست د هنر او فرهنګ آمر ویلي، چې د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو لخوا شپږ قلمه منقول آثار چي په کې  جک، ساپي، چاقو، کټو، مډال او کوچنۍ مسي ګډوه شامل دي، د بهرنیانو له خوا بهر ته د لېږدولو پر مهال تر نیول کېدو وروسته موزیم ته وسپارل.

د نوموړي  په وینا، نیول شوي تاریخي آثار شاوخوا تر ۱۰۰ کالو زیات تاریخي لرغونتیا لري، چې د ثبت او سجل پروسې وروسته به د اطلاعات او کلتور ریاست اړوند میوزیم کې نندارې ته وړاندې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس