معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له پاکستان او ایرانه له درې نیم زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول

له پاکستان او ایرانه له درې نیم زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو ويلي، چې په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له درې نیم زرو ډېر کډوال راستانه شول.

د مسوولینو په وینا دغو کسانو کې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان وو.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په یادو کډوالو کې کورنۍ او یو شمېر یې مجرادان هم شامل دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د هرات اسلام کلا له لارې ۲ زره ۷۷۴ تنه افغان له ایران او د تورخم او سپین بولدک له لارې بیا ۹۱۱ تنه افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس