معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه نږدې ۶ لکه افغان کډوال راستانه شوي

له پاکستانه نږدې ۶ لکه افغان کډوال راستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وایي، د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۲۹مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵ لکه ۹۰زره ۴۴۵ ته لوړ شوی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

د خبر پر بنسټ، د مې له ۲۰مې څخه د مې تر ۲۹مې پورې د ۱۳زره ۲۰۶ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۶۴۷۸ یې نارینه، ۲۹۸۷ یې ښځې او ۳۷۴۱ یې ماشومان وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله، خو دغه موده هم نن ورځ پای ته رسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس