معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له هېواده ویستل شوي افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

له هېواده ویستل شوي افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۸مه) د بریتانيا چارواکي وايي د اسلامي امارت تر راتګ وروسته برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له ډلې ۱۲ زره لا هم د کورونو د موندو په تمه په هوټلونو کې ساتل شوي دي.
ګارډین ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له خولې ویلي چې د ۱۶ زرو لېږدول شویو افغانانو له ډلې یوازې څلور زرو کسانو کورونه پیدا کړي دي.
د رسمي شمېرو له مخې د اګست له میاشتې راهیسې ۱۶ زره افغانان بریتانیا ته لیږدول شوي دي.
۱۲ زره افغان کډوال به د نوي میلادي کال پیل په هوټلونو کې د دایمي استوګنځایونو د ترلاسه کولو په هیله تېروي.
د بریتانیا د کورنیو چارووزارت ویاند وايي له ۳۰۰ ډېرو سیمه ییزو شوراګانو نه غوښتل شوي چې په ټول هېواد کې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنځایونو زمینه برابره کړي.
په هوټلونو کې میشت ډېری افغانان د خپل ناڅرګند برخلیک له امله اندېښمن دي.
دوی غوښتنه کوي چې که دوی ته استوګنځایونه ژر ورکړل شي نو دوی به خپل نوی ژوند پیل او بچیان به یې ښوونځیو ته تګ پیل کړي.
یو شمېر افغان کډوال وايي اوس چې په بریتانیا کې د کورونا وېروس پېښې بیا ډېرې شوي او له امله یې دوی په هوټلونو کې قرنطینېږي نو له دې سره به د دوی ژوند لا ستونزمن شي.
د بریتانیا په هوټلونو کې میشت افغان کډوال د دایمي ادرسونو د نه لرلو له امله د کار کولو اجازه هم نه لري او لویه برخه ماشومان یې له زده کړو تر دې مهاله بې برخې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس