معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له تاجکستانه د راغلې برېښنا موده یو کال نوره هم و غځول شوه

له تاجکستانه د راغلې برېښنا موده یو کال نوره هم و غځول شوه

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له تاجکستان څخه یې د واردېدونکې برېښنا موده د راتلونکي یو کال لپاره نوره هم غځولې ده.
یاده اداره وايي، له یاد هېواد سره یې په تازه لاسلیک کړي قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې غځولې ده.
د برېښنا شرکت په خبره، د برېښنا شرکت اجرایوي رییس له مل پلاوي سره تاجکستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د برق تاجیک شرکت له رییس اسماعیل زاده سره په لیدنه کې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه د برېښنا قرارداد لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې، د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د برېښنا پرچاوي یو ځل بیا ډېره شوې ده، هېوادوال په ځانګړي ډول کابل ښاریان شکایت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه په شمار اته ساعته هم برېښنا نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس