معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بانکونو څخه د معاشونو پر ایستلو لګیدلی محدودیت لغوه شو

له بانکونو څخه د معاشونو پر ایستلو لګیدلی محدودیت لغوه شو

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۲۴مه او د اپرېل ۱۳مه نټه ده) د افغانستان بانک وايي، له بانکونو څخه یې د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو د معاشونو پر ایستلو لګېدلي محدودیتونه لیري کړل.
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په یو وډیويي پیغام کې ویلی چې تر دې وروسته ټول دولتي او غیر دولتي کار کوونکي کولای شي له بانکونو څخه خپل معاشونه له محدودیت پرته تر لاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې:”د افغانستان بانک د بانکي او مالي سکټور د بیارغونې له ستراتیژک پلان سره سم او امکاناتو ته په کتو سره دا ځل ددولتي او غیر دولتي کار کار کوونکو په معاشونو باندې موجود محدودیت لیري کړ، له همدې امله ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو معاشونه د دوی له غوښتونو سره سم له ځنډ او محدودیت پرته ورکوي.”
د نوي افغان حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر روانه اونۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه د یو منظم میکانېزم جوړولو غوښتنه کړې وه.
د۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.
تر شااوخوا دوو اونیو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۹ مه په کابل کې بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس