معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له ایرانه راغلي کډوال؛ هلته ور سره انساني چلند نه کېده

له ایرانه راغلي کډوال؛ هلته ور سره انساني چلند نه کېده

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۷مه او د اپرېل ۱۶مه نېټه ده) له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال د ایراني لوري له ناوړه چلند شکایت کوي.
رسنیو د هغو کډوالو په اړه، چې تازه په جبر او زور له ایران څخه رااړول شوي، راپور ورکوي چې د ایراني وګړو او په تېره بیا د ایراني حکومت له سخت ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
دوی وایي دغه هېواد د افغانانو هېڅ ډول بشري حقونو ته درناوی نه کاوه او له ټولو شونو لارو یې د دوی ځورولو، وهلو ټکولو او شکنجه کولو ته کار ویلی.
په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند زیات شوی دی چې د افغان حکومت او په افغانستان کې یې د ګڼو وګړو غبرګونونه پارولي دي.
د بشري حقونو د څار نړیوالو ادارو هم د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني حکومت چلند غندلی و او هغه یې غیر انساني بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس