معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له ان بي ای ټلویزیوني شبکې سره د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې ځینې مهم ټکي

له ان بي ای ټلویزیوني شبکې سره د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې ځینې مهم ټکي

له ان بي ای ټلویزیوني شبکې سره د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې ځینې مهم ټکي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه د زمري/اسد ۲۰مه او د اګسټ میاشتې ۱۱مه نېټه ده.

مخکېني ولسمشر محمداشرف غني په تازه مرکه کې ویلي، کله چې د ملي دفاع وزارت، ملي امنیت قطعو او امریکا سفارت له تخلیې خبر شو، نو د هېواد پرېښودو ته اړ شو.

غني زیاته کړې، مخکې له دې چې افغانستان پرېږدي، د جمهوریت پر پرځونې معاملې شوې وې.

نوموړي څرګنده کړې چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر دی.
هغه ویلي: “د اساسي قانون پر بنسټ زه ولسمشر وم، تر هغه چې د افغانستان خلک په قانوني توګه یوه بل چا ته واک ونه سپاري، زه به ولسمشر یم. د خلکو خدمتګار وم او هېڅ وخت پر القابو متکي نه وم”.

غني دې مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پخواني استازي زلمي خلیلزاد، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ده د واک پر شریک عبدالله عبدالله کلکې نیوکې کړي دي.

ده خلیلزاد تورن کړ چې “پخپلو طرحو او کار یې د افغانستان سیاسي قشر [ پوړۍ] سره وېشلی و”.

“له ما سره د خلیلزاد ستونزه دا وه چې زه افغان او مسلمان وم او هغه (خلیلزاد) له خپل افغانیت او هویت هم انکار کړی”.

ولسمشر غني په دې مرکه کې د تېر نظام د سولې عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله هم د جمهوریت د نه تحکیمېدو مسؤول بللی.

زلمي خلیلزاد او عبدالله تر اوسه د ښاغلي غني دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړي ادعا وکړه چې سقوط پر ورځ “امريکا د سهار نهه بجې اسناد وسېځل، ايستل يې پيل کړل او هوايي ډګر ته ولاړل. امریکا د صفر يو قطعې ځانګړي ځواکونه ويستل، دوی که تصميم درلودی چې د جمهوريت ملاتړ وکړي، ولې يې ځواکونه ايستل.”

ښاغلي غني دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره سیګار وايي د تېرکال اګسټ کې د پخواني ولسمشر غني له وتلو سره پر هغه د پیسو د لېږدو اړونده تورونو ځينې پوښتنې ورته ځواب شوې.

سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلي ولسمشر غني ورسره مخامخ له خبرو ډډه کړې خو مدافع وکیلې یې ورته له ورلېږل شویو ۵۶ پوښتنو یوازې شپږ هغه ځواب کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــ
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس