معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند؛ په کور دننه او بهر کې یې غبرګونونه راپارولي

له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند؛ په کور دننه او بهر کې یې غبرګونونه راپارولي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) له یوې اونۍ راهیسې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت ناوړه چلند په ملي او سیمه ییزه کچه د خلکو غبرګونونه راپارولي او د ایران دا کړنه یې وحشیانه بللې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له ایراني چارواکو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره دې د ظلم پر ځای له مهربانۍ کار واخلی.
نوموړي تېر ماښام پرخپله ټوېټر پاڼه ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي ناوړه چلند په اړه لیکلي، چې افغانان تر دې وړاندې هم زوریدلي، دوی ته په کار ده، چې له ورغلو افغانانو سره د زور زیاتي پر ځای له مهرباني کار واخلي او دې ډول چلند ته دې د پای ټکی کېږدي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې ایراني ځواکونه افغانان وهي، ټکوي او ناوړه چلند ور سره کوي.
د خواله رسنیو کارکوونکي ادعا کوي، چې په یوه خپره شوې ویډیو کې آن لس کلن ماشوم په لومړی په سوکانو وهي او وروسته یې زندۍ کړي.
په هېواد او بهر کې مېشت افغانانو د ایران دا عمل غندلی او د خپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په پار یې د «ایران مصنوعي توکي مه اخلۍ» کمپاین پیل کړی دی.
دې چارې د افغانستان د اسلامي امارت اندېښنې هم راپورته کړي او دوه ورځې وړاندې یې په همدې تړاو د ایران سفارت استازي هم ورغوښتي وو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې له ایران غوښتي وو، چې له جبر او زور دې لاس واخلي، پرېږدي چې هېوادوال یې په خپله خوښه خپل هېواد ته را ستانه شي.
خو له افغانانو سره د ایران د دغه ناوړه چلند له دوام لا هم راپورونه ورکول کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس