معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / لاینز: له واکمن دولت سره له ګډ کار پرته افغانانو ته مرستې نشو رسولی

لاینز: له واکمن دولت سره له ګډ کار پرته افغانانو ته مرستې نشو رسولی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه اود مارچ ۳مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د افغانستان په اړه رپوټ وړاندې کړ.
مېرمن لاینز وویل د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو په ۳۷۹ ولسوالیو کې نږدې ۲۰ میلیون کسانو سره تر یوه بریده مرسته کړې او دا مهال چې ژمی په ختمېدو او د پسرلي موسم رانږدې دی، “ښايي” د هغې پراخې ولږې مخه اړول شوې چې اندېښنه یې وه.
نوموړې دغه راز څرګنده کړه، چې دا لنډمهاله مرستې اوږدمهاله درد نشي دوا کولی “که واقعیت وویل شي په دغو مرستو مو یوازې یو څه وخت اخیستی دی”.
هغې ټینګار وکړ د دې لپاره په کار ده چې لارې چارې ولټول شي، څو افغانستان ۶ میاشتې وروسته بیا له هغه وضعیت سره مخ نه شي چې شپږ میاشتې مخکې ورسره لاس او ګرېوان و.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د امنیت شورا دې ناستې ته وویل “راځئ دا روښانه کړو – موږ باور نه لرو چې له واکمنو چارواکو سره له کار پرته دې افغانانو سره په رښتیا مرسته وکړی شو.”
هغې وویل که څه هم ځینو ته به ښايي د دې منل ستونزمن وي، خو دا کار له واکمنو چارواکو سره له لاس یو کولو پرته نه کېږي.
دیبورا لاینز وايي که د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت دوام تایید او د راتلونکې څرنګوالی معلوم شي، نو دوی به د نړیوالې ټولنې په استازولۍ د افغانانو لپاره د یوې داسې راتلونکې جوړېدو کې مرسته وکړي، چې سوکاله به وي، حقونو ته به یې درناوی کېږي او جګړه به پکې نه وي.
هغې زیاته کړه چې دا به افغانانو ته دا پیغام هم ولېږدوي چې نړیوالو له یاده نه دي ایستلي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به تر راتلونکې دوو اونیو د یوناما د ماموریت په اړه پریکړه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس