معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لاریونوال امریکا ته؛ د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړئ

لاریونوال امریکا ته؛ د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړئ

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) کابل ښاریانو د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو لپاره ولسي لاریون وکړ.
لاریونوالو په یو غږ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانانو پانګه ازاد کړي. دوی ټینګار وکړ چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو پانګه کنګل کړې او دا کار دوی ته د منلو نه دی.
پر دې برسېره د ولسي لاریون ګډونوالو د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ خوشي کېدو، د افغانانو له ځورولو د لاس اخیستو او د لوږې د مخنیوي غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې، په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته د امریکا حکومت د افغانستان نېږدې لس میلیارده ډالر پانګه کنګل کړې ده.
د اسلامي امارت د راتګ څلور میاشتې تېرې شوې، خو لاهم امریکا د افغانانو شخصي پانګه نه ده ازاده کړې.
د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان په تېره ناسته کې هم د افغانانو د پانګې د ازادېدو غوښتنه وشوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس