معماری
خانه / ګهیځ نیوز / قطر په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې له سره پیلوي

قطر په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې له سره پیلوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) د راپورونو پر بنسټ د قطر الغرافې بنسټ ژمنه کړې چې د ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې د نيمګړو پروژو کارونه بېرته پيل کړي.
د الغرافې مشر شاهد جواد ويلي چې د ښار جوړولو وزارت دې د دوی د پروژو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي څو دوی يې په نيمه کې پاتې کارونه له سره پيل کړي.
الغرافه بنسټ د ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې په کابل کې يو استوګنيز ښارګوټی رغوي چې کارونه يې له تېرو څو مياشتو راهيسې په ټپه ولاړ دي.
د الغرافې مشر ويلي چې د نيمه کاره پروژو په بشپړولو سره به د ښارجوړولو وزارت نور پروپوزلونه هم ومني او له افغانستان سره به خپلې مرستې جاري وساتي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس