معماری
خانه / ګهیځ نیوز / قطر وایي دوی په افغانستان کې د ملکیانو وژل کېدل په کلکو ټکو غندي

قطر وایي دوی په افغانستان کې د ملکیانو وژل کېدل په کلکو ټکو غندي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري یا حمل ۳۱مه او د اپرېل ۲۰مه نېټه ده) قطر د کابل په لویديځ کې د تېرې ورځې بریدونه په کلکو ټکو غندلي او وايي هر هغه پېښه او قصدي برید غندي چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
قطر په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویل، دغه راز یوازې افغانستان نه؛ بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندي او هغه ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوري.
خبرپاڼه وايي، دوی په دې نازک وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې د دایمي ثبات او امنیت د ټینګښت په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
تېره ورځ د کابل په لویدیځ دشت برچي کې پر دوه ښوونځیو پرلپسې بمي بریدونه وشو، چې د زده کوونکو په ګډون یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس