معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / قطر له افغانستان سره په جلا برخو کې مرستو ته چمتو دی

قطر له افغانستان سره په جلا برخو کې مرستو ته چمتو دی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) قطر له افغانستان سره د لوړو زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټر پاڼه په خپرو شوو پیغامونو کې راغلي چې افغان پلاوي په دوحه کې د قطري هېواد د بېلو ادارو له چارواکو او استازو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.
قطري لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره په سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصادي پرمختګ او نورو اړینو برخو کې همکاریو او مرستو ته ادامه ورکوي.
په دې لیدنه کې دغه راز د بشردوستانه مرستو پر رسولو هم خبرې شوې دي او ټينګار شوی چې مرستې به مستقیم اړمنو ته رسېږي خو افغان حکومت به د راڼه وېش لپاره زمینه برابروي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د زده کړو پر روان بهیر هم بحثونه شوي او افغان لوري ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو محصلینو او زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس